ایکنانیوز د الجمهوریه له قوله راپور راکړ،دنیجریه دغه زلمي حافظان چې شمیر ئې کابو ۳۲ تنه ؤ ، دنیجریه د ؛روضة الفرقان ؛ نومې د قرآن د حفظ په مرکز کې د قرآني علومو په زده کولو بوخت وو.په الازهر کې د زده کړې دغه پړاؤ د سلواغې له لسمې نیټې پیل شوی او د سلواغې تر شپاړسمې پورې یعني تر نن وروستیو پورې به دوام ولري.
د الازهر پوهنتون د بهرنیو محصیلینو د زده کړې د پراختیا د مرکز دمشر شیخ الازهر سلاکار نهله الصعیدي پّ دې باب ووئیل، د نیجریه د روضةالفرقان د طلبه ؤ لپاره کوټلی روزونکی پروګرام برابر شوی دی. له دغه پروګرام څخه موخه په قرآن کریم کې د لازیات تدبّر لپاره ددغو حافظانو د مهارتونو زیاتول ، په قرآن کې د متواترو روایتونو زده کول او پر تجوید اوتلاؤت کې تسلط او مصحف شریف د کتابت په زمینې ې د خوشخطئ دمهارتونو زیاتول دي. هغه زیاته کړې ده ، د امام الطیب دقرآن د حفظ مدرسه په دې لړ کې ډير خدمتونه کوي او دا لومړۍ ځل نه دی چې بهرني محصیلین روزي او دا ټول فعالیتونه د اسلام د مینځ پلوه ارزښتونو د پراختیا لپاره دي او دا ټول فعالیتونه دمختلفو علومو په زمینو کې د ورځې له بدلونونو سره همهاله او په عین حال کې داسلام دین ته پابند دي.
ځينو نیوکه کو نکو د اسلامي ارزښتونو او تعلیماتو کې پر مینځ پلویتوب د الازهر داوسنیو مسئولانو ټينګار ، د اسلام او مسلمانانو په ضد د سرزورو او افراط پالو تورونو سره یو ډول ددغه مهم دیني اورګان ملګرتیا او ملتیا ګڼلې ده.
ایکنانیوز ددغه نیجریه ی حافظانو د روزنې انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.